هند له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه

هند له افغانستان سره د خپلو مالي همکاریو په دوهمه مرحله کې د انکشافي پروژو لپاره د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه.

د هند د دې تازه مالي مرستې اعلان نن په نوې ډېلي کې د افغان ولسمشر او د هند د صدراعظم نرېندرا مودي د کتنې پر مهال شوی دی.

د افغان ولسمشر سر سلاکار نادر نادري په خپله فېسبوک پاڼه نن وویل دا په دې معنا ده چې هر هندي وګړی له افغانستان سره یو ډالر مرسته کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايې ولسمشر غني او ورسره مل لوړ رتبه پلاوی به له هندي مشرانو سره د ترورېزم پر ضد د ګډې مبارزې او له کابل سره د نوې ډېلي د پوځي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر په دې دوه ورځني سفر کې له هندي سوداګرو او په دې هېواد په زده‎کړو بوختو افغان محصلانو سره هم وویني.