امریکا د عراق خلکو ته یو ستر کیمیاوي ګواښ له‎منځه وړی

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې جنګي الوتکو یې د عراق خلکو ته یو ستر کیماوي ګواښ له‎منځه وړی دی. د امریکا د دفاع وزارت په وینا جنګي الوتکو یې په موصل ښار کې هغه تأسیسات چې د اسلامي دولت وسله‎والې ډلې په‎کې کیماوي وسلې جوړولې بمبار کړي دي.

په عراق کې د امریکا د هوايي ځواک قوماندان ډګر جنرال جفري هاریګیان، پرون په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل، د وروستیو هوايي ګوزارونو هدف د داعش د ډلې یو مرکز و چې له هغې یې د وژونکي کیماوي وسلې او ښايي د کلورین او نورو زهرجنو ګازو د تولید لپاره کار اخیست.

د ملګرو ملتونو یو څېړونکي په وروستیو کې تائید کړې چې د اسلامي دولت وسله‎والې ډلې په سوریه کې د زهرجنو ګازو څخه کار اخیستی.