د قطر امیر د خلیج له عربو هېوادونو او ایران غوښتي چې خپل اختلافات دې د خبرو له لارې هوار کړي.
د قطر دولتي خبري اژانس وايي چې تمیم بن حمد الثاني د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د لوی اختر په مناسبت په ټیلیفوني خبرو کې نوموړي ته ویلي چې د ایران او د خلیج د عربي هېوادونو تر منځ اړیکې باید د ښه ګاونډیتوب او دوه اړخیز درناوي پر بنسټ ولاړې وي.
نوموړي زیاته کړې د ایران او عربي هېوادونو تر منځ هر ډول اختلاف باید د خبرو اترو له لارې هوار شي.
د ایران شیعه دولت او د سعودي عربستان په مشرۍ عربي هېوادونه په یمن او سوریه کې د نیابتي جګړې په دوو مخالفو لورو کې ولاړ دي.
د قطر امیر دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د حج د مراسمو په اړه د ایران او سعودي عربستان تر منځ لفظې شخړې تودې شوې دي.
په تېرو دېرشو کلونو کې د لومړي ځل لپاره سږ کال ایرانیان د حج په مراسمو کې د ګډون څخه بې برخې شوي دي.
د سعودي عربستان لوی مفتي عبدالعزیز الشیخ ویلي چې ایراني مشران مسلمانان نهدي.