افغانستان د نړۍ درېیم تر ټولو فاسد هېواد بلل شوی

د شفافیت نړیوال سازمان افغانستان د نړۍ په ۳ هغو هېوادونو کې نیولی چې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زیات اداري فساد په‎کې موجود دی.

په دې رپوټ کې د ۱۶۶ هېوادونو په اړه معلومات خپاره شوي دي.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د دې سازمان د څیړنو پر اساس، افغانستان، شمالي کوریا او سومالیا د نړۍ هغه ۳ هېوادونه دي چې د نورو په پرتله زیات اداري فساد په‎کې کېږي.

په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت لوړ رتبه چارواکي په دولتي چارو کې د اداري فساد شتون مني خو وايي چې له دې عمده ستونزې سره مبارزې ته‎یې په خپلو کاري پروګرامونو کې لومړیتوب ورکړی دی.

د شفافیت نړیوال سازمان افغانستان ته د زیات اداري فساد له امله د نړۍ په درېیو وروستیو هېوادونو کې شامل کړی چې ټاکل شوې د اکټوبر په پنځمه په بروکسل کې د دې هېواد پر وضعیت نړیواله غونډه وشي چې د اداري فساد پر ضد د حکومت د مبارزې څرنګوالی به هم په‎کې مطرح شي.