د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به نن چهارشنبه نوې ډېلي ته ورسېږي.
د ولسمشر غني مطبوعاتي دفتر وايي،هغه به هند ته په دې دوه ورځني سفر کې له صدراعظم نرېندرا مودي سره وګوري او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره به پر نویو لارو خبرې وکړي.
ارګ د ولسمشرغني او نرېندرا مودي د نننیو خبرو ډېر جزئیات نهدي څرګند کړي.
خو د افغانستان لوی درستیز قدمشاه شهیم ازادي راډیو ته وویل چې په دې سفر کې له هغه هېواده د وسلو ترلاسه کولو په اړه خبرې نهکېږي.
په کابل کې د هند سفیر وايي، ښاغلی غني به د نورو خبرو تر څنګ په نوې ډېلي کې د څېړونکو په یوه مرکز کې وینا هم وکړي.