په جوزجان کې د پولیسو او وسلهوالو طالبانو تر منځ وسلهواله نښته کې پرون سه شنبه ماښام د سیمهییزو پولیسو یو قوماندان او دوه وسلهوال طالبان ووژل شوو.
د جوزجان امنیه قوماندان ازادي راډیو ته وویل چې د سیمهییزو پولیسو قوماندان عبدالطیف د فیضاباد ولسوالۍ د یو شمېر پوستو مشر وو.
قوماندان عبدالطیف ماښام د خپل کار سیمې ته په لاره کې د وسلهوالو طالبانو په حمله کې زخمی شوی و او د جوزجان د امنیه قوماندان رحمتالله ترکستاني په وینا، بلخ ته د درملنې لپاره تر رسېدو مخکې یې ساه ورکړه.
وسلهوالوطالبانو تر اوسه په دې جګړه کې د خپلو تلفاتو په اړه څه نهدي ویلي.