د هند حکومت افغانستان ته ۱۰۰۰ تحصیلي بورسونه ورکړل.
په کابل کې د هغه هېواد سفارت پرون سه شنبه وویل چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا لپارهیې دا بورسونه ورکړي چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو کې به افغانو محصلانو ته ور ووېشل شي.
د سفارت خبرپاڼه وايي چې دا بورسونه د لېسانس، ماسټرۍ او دکتورا لپاره ورکول کېږي چې د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت او په کابل کې د هند سفارت بهیې په شرایطو برابرو کاندیدانو ته ور ووېشي.