مسکو په سوریه کې د بشارالاسد رژیم پر هغو مخالفو وسلهوالو ډلو چې امریکا يې ملاتړ کوي، د اوربند د ماتولو تور لګولی دی.
د روسیې د پوځ یوه لوړ رتبه چارواکي پرون سه شنبه وویل چې د سوریې دولتي ځواکونو له هغو سیمو پرته چې داعش او د فتحالشام په څېر افراطي ډلې فعالیت کوي، په ټوله سوریه کې پوځي حملې بندې کړې دي.
خو دې روسي پوځي چارواکي ویلي چې د بشارالاسد د رژیم هغو مخالفو ډلو چې امریکا یې ملاتړ کوي په څو مواردو کې پر استوګنو سیمو او دولتي پوستو ډزې کړې دي.