ترکيي په رسمي توګه له امریکا د ګولین د نیولو غوښتنه وکړه

ترکیې په رسمي توګه د امریکا له متحدو ایالتونو غوښتي چې په دې هېواد کې میشت مذهبي مشر فتح الله ګولن د جولای د پنځلسمې ناکامه پوځي کودتا د تنظیمولو په تور ونیسي.

په هغه کتبي درخواست کې نن د امریکا حکومت ته سپارل شوی، د ترکیې د عدليې وزارت د ګولین د نیولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې هغه دغې کودتا ته چې له ۲۷۰ زیات کسان په‌کې ووژل شول، امر ورکړی او رهبري یې کړې ده.

ګولین چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې د امریکا په پنسولوانیا ایالت کې په په خپله خوښه په تبعید کې ژوند کوي، په دغې کودتا کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

انقرې له ناکامې کودتا وروسته د ګولین له غورځنګ سره د اړیکو په تور له سل زورو زیات سرتیري، پولیس او ملکي کارکوونکي له کاره ګوښه کړي یا یې دندې ځنډولې دي.

د ترکیې حکومت د ګولین غورځنګ تروریستی نومولی او د محاکمه کېدو لپاره یې ترکیې ته د ورسپارل کېدو غوښتنه کړې ده.

خو واشنګټن مخکې ویلي چې د هغه د غورځنګ په اړه باید شواهد او اسناد ورته وړاندې شي.