د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې یو لوی جومات به د پخواني ولسمشر اسلام کریموف په نوم ونومول شي.
نوموړی د سېپټمبر په دوهمه نېټه د دماغي سکتې له امله مړ شو.
د کریموف لور لاله کریمووا نن په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې دې او میړه یې په تاشکند کې د هغه جومات پر رغولو کار کړی چې په ۲۰۱۵ کال د اورلګېدو په پېښه کې ورته زیان رسیدلی دی.
کریمووا وایي، د دیني عالمانو د شورا او ټولنې د وړاندیز له مخې پریکړه شوې چې دغه جومات د ازبکستان د لومړي ولسمشر، د دې د پلار اسلام کریموف په یاد د هغه په نوم ونومول شي.