د ترکیې ختیځ ښار "وان" کې د چاودنې له امله د مړو شمېر ۵۰ ته لوړ شو.
د ترکیې خبري رسنۍ وايي چې چاودنه پرون دوشنبې د "وان" ښار د پولیسو دفتر ته مخامخ وشوه.
د ایران خبري اژانس [ایسنا] وايي چې په زخمیانو کې یو شمېر ایراني وګړي هم شامل دي. وان د ایران سرحد ته نېږدې پروت دي.
په وان کې د پرونۍ چاودنې مسؤلیت چا نهدی اخیستی خو د ترکیې حکومت يې پړه پر داعش او د کردستان د کارګرانو پر ګوند ور اچوي.