سوریه کې پرون دوشنبې ماښام اوربند اعلان شو

په سوریه کې پرون دوشنبې ماښام اوربند اعلان شو.

سوریه کې د بشري حقونو د څارنې اداره چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي چې د لمر له لوېدو سره د جګړې په زیاتو ډګرونو کې اوربند شوی دی.

د اوربند دا موافقه پر داعش او النصره جبهې په څېر افراطي ډلو نه عملي کېږي.

د سوریې پوځ ویلي چې د اوربند کلکه څارنه کوي. خو د روسیې حکومت اندیښنه څرګنده کړې چې د رژیم مخالفې ډلې د اوربند د موافقې درناوی نه کوي.

واشنګټن او مسکو ویلي چې د داعش په څېر افراطي ډلو پر ضد هوايي حملې به زیاتې کړي.