د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون دوشنبې وویل، سوریه کې د اوربند اعلان ښايي د دې هېواد د "ژغورنې" وروستۍ موقع وي.
جان کري د سوریې په جګړه کې له ښکیلو خواوو غوښتنه وکړه چې له اعلان شوي اوربنده څارنه وکړي.
هغه په سوریه کې د اوربند تر رسمي اعلان وروسته وویل چې په ځینو سیمو کې د کرارۍ رپوټونه ور رسیدلي دي.
جان کري وايي:
"په سیمه کې تر یو حده د تشدد د کمېدو ابتدايي رپوټونه را رسېدلي خو په ځیني سیمو کې لا هم جنګ دی. د اوربند د موافقې د پایلو په اړه خبرې کول ښايي مخکې له وخته وي او زه نه غواړم چې پهدې اړه اوس څه ووایم."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا راز څرګنده کړه چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ځواکونه به د اوربند موافقې پر اساس، د رژیم پر مخالفو وسلهوالو ډلو بمبارۍ بندې کړي.
خو جان کري ټینګار وکړ چې د سوریې دولت پر افراطي ډلو حملې کولای شي.