د جنوبي کوریا دولتي رسنيو د شمالي کوريا د دولتي چارواکو له خولې ويلي، شمالي کوريا د یوې بلې اټمي ازموینې لپاره چمتووالی نیسي.
یانهوپ خبري اژانس د یوه نا معلوم چارواکي په حواله وايي چې د اټمي ازموینې لپاره ترتیبات بشپړ شوي دي او دا ازموینه به د اټمي تجربو لپاره تیار شوي نوي ټونل کې ترسره شي.
شمالي کوریا د سپتمبر په نهمه د پینځم ځل لپارهد اټمي بم ازموینه وکړه.
ملګرو ملتونو ددې ازموینې په عکس العمل کې پر شمالي کوریا د نویو بندیزونو په لګولو موافقه وکړه.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هووا چون يينګ د جمعې په ورځ يوه خبري کنفرانس ته ويلي:
"په تکراري توګه ثابته شوې چې يوازي پر بنديزونو اتکا ستونزه نشي حل کولای، په کوريايي ټاپووزمه کې د ښکېلو لورو امنيتي اندېښنې بايد يوازي د ټولو لورو په ګټه حل شي."
دې زیاته کړې چې د يوه هېواد په ګټه په يوازي سر اقدامات به هيڅ نتيجه ورنه کړي او وضعيت به نور هم ترينګلی کړي.