ترکیه موټر بم چاودنې ۲۷ تنه ټپیان کړي

د ترکې په ختيځ کې د عدالت او پرمختګ ګوند پر مرکزي دفتر په موټر بم چاودنه کې ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي دي.

د وان ښار د پولیسو مشر ويلي، په دې حمله کې لږ تر لږه ۲۷ کسان ټپيان شوي دي او د دوو حالت نازک ښودل شوی دی.

په پارلمان کې د عدالت او پرمختګ ګوند يوه وکيل رسنيو ته ويلي چې په ټپيانو کې دوه پوليس افسران شامل دي.

تلويزيوني ويډيو امبولانسونه ښکاروي او د چاودنې له کبله لګېدلي اور وژلو لپاره ساحې ته د اوبو بوشکې وړل کيږي.

دې حملې ته د ورته مخکينيو حملو تور انقرې پر ممنوع اعلان شوي کردستان کارګر ګوند پوري کړی دی.

تېر دوبی د ترکيې د حکومت او کردستان کارګر ګوند تر منځ د اوربند له سقوط وروسته تر شپږ سوه زيات ترکي امنيتي پرسونل او زرګونه د کردستان کارګر ګوند غړي وژل شوي دي.