د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربايېف د ازبکستان د پخواني مړ شوي ولسمشر اسلام کريموف درناوي ته دغه هېواد ته رسېدلی دی.
د قزاقستان ولسمشر مطبوعاتي دفتر ويلي، نظربايېف نن سمرقند ته رسېدلی.
سمرقند د کريموف پلرنی ښار دی او دی په دغه ښار کې د سپتمبر په درېيمه خاورو ته وسپارل شو.
د مطبوعاتي دفتر په وينا، ټاکل شوې ده نظربایېف به د کريموف به خپلوانو او ازبکستان له سرپرست ولسمشر سره وويني.
سمرقند ته د نظربايېف سفر يوه اوونۍ وروسته له هغه دی چې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتين د کريموف په درناوي دغه ښار ته ولاړ.
نظربايېف او پوتين دواړو ونشو کړای د کريموف د تلین په مراسمو کې ګډون وکړي ځکه دوی په جي شل اقتصادي سرمشريزه کې د ګډون لپاره چين ته تللي وو.
اته اوويا کلن کريموف د دماغي سکتې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.