اذربایجان د اپوزیسیون یو فعال جافرلي له زندانه خوشي کړ

د اذربایجان چارواکو د اپوزیسیون یو فعال څو اوونۍ وروسته له هغې له زندان څخه خوشې کړی دی چې دده نیولو په اروپا، شمالي امریکا او نور نړۍ کې نړیوال انتقادونه را وپارول.

"د جمهوري بدیل غورځنګ"د غړي ناتیګ جافرلي همکارانو ویلي چې نوموړی د جمعې په ورځ په باکو کې له زندان څخه خوشې شوی دی.

ددې غورځنګ مشر ایلقار محمدوف لا هم زندان کې دی.

جافرلي د اګست په دولسمه نېټه د ناقانونه تشبث او نورو تورونو له کبله نیول شوي و.

نوموړی د سپټمبر په ۲۶ نېټه په اذربایجان کې له هغې ټولپوښتنې مخکې خوشې کېږي چې ویل کېږي د قفقاز په دې جمهوریت کې به د الهام علییف واک نور هم زیات او اوږد کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو د جافرلي د خوشې کېدو هرکلی کړی او د محمدوف او نورو هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه یې کړي چې په اذربایجان کې سیاسي بندیان ګڼل کېږي.