برینان: روسیه فوق العاده انټرنټي وړتیا لري

د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې مشر یو وار بیا د روسیې د کمپیوټرونو د هک کولو د وړتیاوو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي "دا هېواد فوق العاده او پېچلي انټرنټي وړتیاوې لري."

د سي. ای. اې مشر جان برینان څخه پرون یو امریکايي تلویزیون د یوې مرکې په ترڅ کې د امریکا د ډیموکراټ ګوند د ملي کمېټې پر کمپیوټرونو د وروستي انټرنټي برید په اړه وپوښتل.

نوموړي که څه هم د نورو استخباراتي او د کانګرس د چارواکو په څېر په مستقیمه توګه مسکو په دې برید کې پړ ونه باله خو ویې ویل هغه څه چې دی یې یادول غواړي د مسکو له خوا په تهاجمي توګه د استخباراتي معلومات راټول دي.

نوموړې د "سي بي سي" تلویزیون ته وویل، زه فکر کوم چې موږ باید په دې اړه چې روسیه ښايي د انټرنټي بریدونو له لارې معلومات راټول کړي او دا چې دوی به پر دې معلوماتو څه کوي ډېر احتیاط وکړو.

د روسیې له خوا د انټرنټي غلا مسله د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتي مبارزو کې وروسته له هغې ګرمه شوه چې د ډیموکراټ ګوند د یو شمېر چارواکو یو شمېر ایمیلونه ددې ګوند تر ملي کنوانسیون مخکې رسوا شول.