کریم: هیله من یو چې د سولې توافقنامه لاسلیک شي

د حزب اسلامي چارواکي وايي، د افغان حکومت سره یې د سولې معاهده بشپړه شوې او باید تر اختر مخکې لاسلیک شوې وای، خو د حکومت دننه یو لوري یې د لاسلیک په وړاندې خنډونه جوړوي.

دوی په مشخصه توګه د کوم شخص یا ډلې نوم نه دی یاد کړی.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د مذاکره کونکې هئیت مشر امین کریم پرون ماښام ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د حکومت دننه په دې اړه د اختلافاتو سر بېره دوی هیلمن دي چې د سولې دا معاهده به نن د لوی اختر په لومړۍ ورځ د اسلامي حزب او افغان چارواکو ترمنځ لاسلیک شي.

ښاغلي امین کریم پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل:

"د سولې په عالي شورا کې موږ ته ټینګه ژمنه راکړل شوه چې سبا سهار تر نهو یا لسو بجو به دا سند لاسلیک شي، هیله من یوو خو ډاډه نه یو چې دا ژمنه چې موږ ته محترم پیر صیب او د سولې په شورا کې نور مشرانو راکړې به پوره شي او کنه."

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار هم د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې دې مسلې ته اشاره کړې او په افغانستان یې د سولې له لارې د اختلافاتو پر هواري ټینګار کړی.

د سولې د عالي شورا یو چارواکي هم د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې هیلمن دي نن د لوی اختر په ورځ به د اسلامي حزب سره د سولې موافقه لاسلیک شي.

خپله د افغان حکومت په استازیتوب تر اوسه چا پر دې موضوع کومه تبصره نه ده کړې.