دانش: د ننګرهار امنیه قوماندان یو اتل او تکړه افسر و

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ننګرهار د امنیه قوماندان زړور خان زاهد د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش زړورخان زاهد یو اتل او تکړه افسر وباله:

"له بده مرغه چې پرون مازیګر پنځه بجې او پنځلس دقیقې هغه مهال چې قوماندان صیب زړور زاهد په حصارک د پولیسو پوستې کتلې، په سړک کې د اېښودل شوي ماین د چاودنې له کبله شهید شو."

د ننګرهار ځايي چارواکو هم ازادي راډیو ته ویلي، زاهد د حصارک ناکراره ولسوالۍ ته د وضیعت د کتلو لپاره تللی و چې پر موټر یې سړک کې اېښودل شوی ماین چاودلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته ویلي ښاغلی زاهد لومړی په چاودنه کې سخت ټپي شوی و چې وروسته یې سا ورکړه.

د نوموړي یو ساتونکی په دې چاودنه کې ټپي شوی دی.

د ننګرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د ماین دغه چاودنه پر امنیه قوماندان زړور خان زاهد په هغه سیمه کې شوې چې تازه يې له وسله والو طالبانو نيولې وې.