د ترکيي پوځ د سوریي په شمال کې ۲۰داعش وسله وال وژلي

د ترکیې پوځ نن وویل چې د سوریې په شمال کې په هوایي بریدونو کې یې د اسلامي دولت ډلې شل وسله وال وژلي دي.

د ترکیې د پوځ د لوی درستیز له دفتره په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جنګي الوتکو تېر ماښام پر درې ودانیو چې ګومان کېده پر داعش پورې تړلي او هم پر یوه موټر او یوه موټر سایکل بریدونه وکړل.

د ترکیې د پوځ لوی درستیز دغه راز وویل چې د فرات د چتر په نوم عملیات به چې د ترکیې پوځ د سوریې د خاورې دننه د داعش وسله والو او کرد ملیشو د ځپلو په هدف څه باندې دوه اوونۍ مخکې پیل کړي، په قاطعیت دوام وکړي.

په داسې حال کې چې د ترکیې جیټ الوتکې په سوریه کې داعش په نښه کوي،

په سیمه کې د ترکي او کرد ځوکونو ترمنځ د شخړو د پیلیدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په عین حال کې هغه اوربند به چې د امریکا متحدو ایالتونو او روسیې پرې موافقه کړې، په سیمه ییز وخت سرله سبا د مسلمانانو د اخترله لومړۍ ورځې سره سم نافذ شي.