کابل کې د تېرکال په نسبت د څارویو قیمت زیات شوی

کابل ښار کې د تېرکال په نسبت د څارویو قیمت دوه برابره زیات شوی دی.

د کابل په کارته نو سیمه کې د څارویو ځيني پلورنکي وايي چې سږکال د اختر په را رسېدو سره د څارویو بیه لوړه شوې او خلک یې د اخېستو توان نه لري.

دوی وايي چې په‎کار ده د لوی اختر په رارسېدلو سره څاروي ارزانه شي ځکه خلک یې د قربانۍ لپاره اخلي او د ثواب کار دی.

خو د څارویو خرڅونکي وايي، دوی ته هم سږ مال ګران پریوتی نو ځکه محبوره دي چې په ګرانه بیه یې وپلوري.