د افغان فوټبال ۱۴کلنه لوبډله هند ته ځي

ټاکل شوې ده د افغانستان د فوټبال د ۱۴ کلنو ټیم دوه ورځې وروسته د سوبرتو کلپ په سیالیو کې د ګډون په هدف هند ته ولاړ شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخنیکي ډایرکټر طاهر رؤفي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې له اووه هېوادونو څخه ۳۲ ټیمونه ګډون کوي.

د ښاغلي رؤفي په خبره په دغو سیالیو کې مخکې د افغانستان د فوټبال د ۱۴ کلنو ټیم دویم مقام خپل کړی وو.