ترکیې د دې هېواد په جنوب کې د ۲۴ هغو سیمو چې پهکې اکثریت کردان اوسي، سیمه ییز ښاروالان لېرې کړي او پر ځای یې نوي ښاروالان ګومارلي دي.
د دیاربکر د والي دفتر نن دغه خبر ورکړ. ګومان کېږي چې لري کړای شویو ښاروالانو به د کرد ملیشو ملاتړ کاوه.
دغه دفتر ویلي چې د ښاروالیو چارې اکثرو هغو چارواکو سمبالولي چې د د کردانو د خلکو د ډموکراتیک پلوي ګوند سره یې همکاري کوله.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سېپټمبر په ۲۸ ویلي و چې د منع کړای شوي د کردستان د کارګرانو د ګوند پي کې کې او د هغې وسلهوالې ډلې چې ترکیه یې تروریستي ډله بولي په وړاندې کمپاین تر ټولو لوی کمپاین دی چې ترکیه یې مخکې هېڅکله هم شاهده نه وه او له ملکي ادارو د چارواکو لېرې کېدل هم د دغو هڅو یوه برخه ده.
اردوغان د کردانو د خلکو ډیموکراټیک ګوند د پي کې کې یوه څانګه بولي.