کروشیا کې نن بیا پارلماني انتخابات ترسره کېږي.
دغه انتخابات به چې په څه کم یوه کال کې تر وخت مخکې ترسره کېږي، د اروپایي اتحاديې په دغه نوي غړي هېواد کې سیاسي بې ثباتي اوږده کړي.
رأی ورکونکي به بیا هماغه انتخابونه لري چې د ۲۰۱۵ کال په نومبر کې یې درلودل.
د نومبر ترسره شویو انتخاباتو بشپړ ګټونکی نهدرلود او په پایله کې د کروشیا محافظه کار ډموکراتیک اتحاد ګوند په مشرۍ یو کمزوری ائتلاف واک ته ورسید چې په جولای میاشت کې د ګټو د ټکر د رسوایي په خاطر ړنګ شو.
نظر شمېرنې ښیي چې د سوسیال ډموکراتانو په مشرۍ څلور ګوندی ائتلاف به د ۱۵۱ کسیز پارلمان په سلو کې شپېته څوکۍ وګټي او د هغه سیال محافظه کار ډموکراتیک اتحاد ګوند په مشرۍ ائتلاف به تر هغه کمې څوکې وګټي.
شاوخوا ۳،۸ میلیونه وګړي د رأیې ورکولو مستحق دي چې د رأیې ورکونې په اووه زره مرکزونو کې به خپلې رأیې وکاروي.