په تېرو ۲۴ ساعتونو کې سوریه کې سل ملکیان وژل شوي

د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډله وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې سوریه کې په هوایي بریدونو کې شاوخوا سل ملکیان وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو ډلې چې دفتر یې په لندن کې دی د شنبې په ورځ وویل چې شاوخوا ۵۸ ملکیان په هغه هوایي برید کې ووژل شول چې د ادلیب ښار یو مارکیټ یې په نښه کړی و. ۱۳ وژل شوی ماشومان ښودل شوي دي.

دغې څارنې ډلې دغه راز ویلي چې شاوخوا دیرش ملکیان هم د حلب ښار شاوخوا د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې وژل شوي دي.

داسې انګېرل کېږي چې دغه هوایي بریدونه به د سوریې حکوت او روسیې کړې وي.

د ملکي تلفاتو خبرونه په‎داسې حال کې ورکول کېږي چې د راپورونو له مخې هغه اوربند چې روسیې او د امریکا متحدو ایالتونو پرې موافقه کړې سبا یعنې د دوشنبې د ورځې د لمرله پریوتو سره نافذ شي.