کندهار- لښکرګاه لار کې د مسافرینو او موټر چلوونکو ستونزې

یو شمېر مسافرین او موټر چلوونکي شکایت کوي چې د کندهار او لښکرګاه لویه لاره کې په مصؤنه توګه سفر نه شي کولای.

دوی نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د لارې په اوږدو کې وسله‎وال مخالفین پر دوی ډزې کوي او اجازه نه ورکوي چې د نهر سراج له لارې سفر وکړي.

د هلمند والي حیات الله حیات بیا وايي چې د کندهارـ لښګرګاه لویه لاره د وسله‎والو له لوري د ځای پرځای شویو ماینونو څخه پاک شوې او د امنیت د ټینګښت لپاره یې هم هڅې روانې دي.