جرمني د افغان پناه غوښتونکو په بېرته ستنولو غور کوي

د جرمني حکومت په دې غور کوي چې له خپل هېواده نیمايي افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته واستوي.

د جرمني د رسنیو د راپور له مخې، نېږدې ۸۰ زره افغانانو جرمني کې د پناه غوښتنه کړې خو اوس حکومت په دې فکر کوي چې د هغوی څلوېښت زره بېرته افغانستان ته ولېږي.

ویل شوي چې په دغو کسانو کې به ماشومان او ښځې شاملې نه وي، هغه کسان به وي چې د پناه غوښتنلیکونه یې درې ځلې رد شوي دي.

د جرمني حکومت ویلي چې افغان پناه غوښتونکي د هغې موافقې پراساس افغانستان ته په الوتکو کې بېرته لېږي چې د افغانستان له حکومت سره یې کړې ده.