د سوریې دولتي رسنۍ خبر ورکوي چې د بشارالاسد حکومت د امریکا او روسیې تر منځ نوې پرېکړه منلې ده.
د امریکا متحده ایالتونه او روسیه، د اوربند د اوږدولو، د ترهګرو ډلو په وړاندې د ګډ کار او په سوریه کې د سولې بنسټ ایښودو په باب موافقې ته سره رسېدلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل، د ده په باور دا نوې پرېکړه کېدای شي په سوریه کې د جګړې په ختمېدو کې مرسته وکړي.
ښاغلي کري زیاته کړه:
"پرېږدئ په ډاګه ووایم، له دغې ټولې پيچلتیا څخه یوه ساده تومنه راووته. د سولې او جګړې، بشري عذاب او بشر دوستانه مرستو، د یوې لرغونې سیمې د بربادولو د دوام او د یوه متحد او عصري عربي ملت د بیا زېږېدنې لهمنځه ټاکنه. زه او سرګي لاوروف د خپلو ولسمشرانو او هېوادونو په استازیتوب د سوریې له ټولو ذینفعانو څخه غواړو له هغې پرېکړې څخه چې ورته رسېدلي یو، ملاتړ وکړي."
کري او د ده سیال لاوروف تېره اوونۍ په ژنیو کې سره وکتل.
د سوریې په شپږ کلنه جګړه کې تر ۴۰۰ زره تنه وژل شوي دي.