جلال‎اباد او لغمان ولایت د یوې اوونۍ راهیسې برېښنا نه لري

د ننګرهار د برېښنا رئیس تائیدوي چې د جلال‎اباد ښار او د لغمان ولایت د یوې اوونۍ راهیسې برېښنا نه لري.

وحید الله پوپلزي بیګا شپه ازادي راډیو ته وویل، د برېښنا مزي د لغمان ولایت بادپښ کې د امنیتي ځواکونو او وسله‎والو مخالفینو د نښتې په لړکې ویجاړ شوي دي.

ښاغلي پوپلزي زیاته کړه:

"د وسله‎والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر منځ د تېرې شنبې د ورځې د نښتو له امله برېښنا پرې شوه."

پوپلزي وویل، د جلال‎اباد برېښنا له دوو بندونو درونټې او نغلو څخه راځي.

د برښنا د بیرته راګرځیدو په خاطر له هڅو سره سره، لا روښانه نه ده چې د لوی اختر په ورځو کې به د جلال آباد او لغمان اوسیدونکي برښنا ولري او که نه.