عبدالله: د دښمن په ګټه خبرې کوونکي د خیانت مثالونه دي

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس وايي، هغه څېړونکي او تحلیلګران چې د د ښمن په ګټه خبرې کوي دوی د خیانت کولو ښه مثالونه دي.

عبدالله عبدالله نن په ارګ کې د شهید د اوونۍ په لمانځ غونډه کې وویل نه باید د افغان سرتېرو او جنرالانو سپکاوی وشي:

"هغه کسان چې په مسایلو باندې تحلیل کوي او په خبرو کې دښمن خوشحاله وي او چې زموږ سرتېرو او جنرالانو ته سپکاوي کوي، دوی د خیانت مثالونه دي."

ښاغلي عبدالله زیاته کړه دا کسان چې په هر قوم پورې اړوند دي د افغانانو پورې اړه نه لري او یوازې له دښمن سره مرسته کوي.