عراق کې د ایران مجاهدین خلق اپوزیسیون ډلې کمپ وتړل شو

په عراق کې د کډوالو یو کمپ چې د ایران د دولت یوه اپوزیسیون ډله پکې اوسېده، پرون وتړل شو.

په دې کمپ کې دوه سوه اتیا کسانو ژوند کاوه او دوی البانیا ته واستول شول.

ملګرو ملتونو او د سیمې خلکو د دې کمپ د تړلو خبر له رسنیو سره شریک کړ.

د ایران د مجاهدین خلق ډلې یو شمېر غړي له نولس سوه اتیایمو کلونو راهیسې په دې کمپ کې اوسېدل.

د ایران او عراق په جګړه کې هغه وخت صدام حسین د دې کسانو ملاتړ کاوه او هغوی ته یې وسلې ورکولې.

وروسته تر دې چې په دوه زره درېیم کال کې امریکایي پوځیانو عراق ونیو، له دې ډلې یې وسلې ټولې کړې او دوی یې د بغداد په شمال کې یوې اډې ته انتقال کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې الیزابت ترودو د البانیا او عراق له حکومتونو مننه وکړه چې د دې ډلې په استولو او ځای پر ځای کولو کې یې مرسته وکړه.