افغان حکومت د ایران د شېراز ښار پولیسو وروستی چلند د افغان کډوالو په وړاندې وغانده او هغه یې د بشري حقونو او نړیوالو کنوانسیونونو خلاف وباله.
د ايران د شېراز د ښار پوليسو تېره اوونۍ یو شمېر افغان کډوال په اوسپنیزو قفسونو کې نندارې ته وړاندي کړل او د خپلو لاس ته راوړونو په توګه یې په عام محضر کې درولي وو.
دغه عمل په ايران او افغانستان کې له انتقادونو سره مخامخ شوی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو مرستیالې مېرمن عالمې د شېراز د پولیسو دا عمل بشري ضد او انساني کرامت ته سپکاوی وباله او د ایران له اسلامي دولت څخه یې غوښتنه وکړه څو دا قضیه په جدي توګه وڅېړي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو د وزارت مرستیالې دغه راز د بهرنیو چارو له وزارت څخه وغوښتل څو دغه مسأله له ډیپلوماټیکو لارو تعقیب کړي.