د ارزګان والي وایي؛ اوس د ترینکوټ ښار امنیتي او دفاعي کرښه جوړه شوې ده او ډېر ژر به د طالبانو له وجود څخه د سیمې د پاکولو په هدف تصفیوي عملیات پیل شي.
که څه هم رپوټونه د هوایي ځواکونو د بمباریو او د طالبانو د په شا تمبولو خبر ورکوي، خو د ارزګان والي وایي، ترینکوټ ته نږدې په ځينو برخو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ لا هم جګړه روانه ده.
محمد نذیر خروټي ازادي راډیو ته وویل:
"هغه متفرقه خبرونه چې زموږ د امنیتي سکټور نه رارسېدلي، ۳۱ تنه ټپي دي او ۶ تنه شهیدان دی او د دښمن د څو ورځو مرګ ژوبله له سلو تنو اوښتې ده."
طالبانو تر اوسه د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دې ویلي.
د ارزګان په ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه له نږدې یوې اوونۍ را پدېخوا دوام لري.