عظیمي: ډېر ژر به د کجکي برېښنا بند ۳ توربین هم فعال شي

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې تر دوو اوونیو پوري به د کجکي بند درېیم توربین هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ددغه وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې د کجکي بند د درېیم توربین د فعالېدو سره به اتلس نیم میګاواټه برېښنا تولید شي چې د کوچنیو تولیدي دستګاو تر څنګ به په هلمند او کندهار کې شل زره کورنیو ته هم برېښنا ورکول شي.

ښاغلی عظیمي وایي چې په کندهار کې به صنعتي پارکونه هم تر یوې اندازې له دغې برېښنا څخه برخمن شي.

اوسمهال د هلمند په کجکي بند کې دوه توربینه نصب دې چې د درېیم توربین په فعالېدو سره به په مجموعي توګه ۵۱ میګاواټه برېښنا تولید شي.