رادمنش: دفاع وزارت ترینکوټ ښار نه امنیتي کمربند تاو کړی

د افغانستان ددفاع وزارت وايي، د ارزګان له مرکز ترینکوت څخه يې یو امنیتي کمربند تاو کړی دی.

د دفاع د وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل دا مهال د ترینکوت په زیاترو برخو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای دي.

د ښاغلي رادمنش په خبره په وروستیو نښتو کې دغلته لږ تر لږه اتیا وسله وال وژل شوی دي.

طالبانو هم له خپل لوري ادعا کړې ده چې د ارزګان په روانه جګړه کې يې افغان ځواکونو ته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.