پنټاګون: د استادانو د خلاصون عملیاتو نتیجه نه ده ورکړې

د امریکا د دفاع وزارت"پنټاګون" وايي، په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د دوو تښتول شویو کارکونکو د خوشې کولو لپاره د ځانګړو ځواکونو "سپيشل فورس" عملیاتو نتیجه نه ده ورکړې.

د پنټاګون ویندوی پيترکوک پرون پنجشنبې څرګنده کړه چې د ژغورنې دا عملیات تېره میاشت ددفاع وزیر اشټون کارتر په اجازه او د ولسمشر بارک اوباما په تایید پیل شوي وو.

د کوک په وینا، په دې عملیاتو کې هیڅ امریکايي پوځي یا ملکي وګړي ته زیان نه دی رسېدلی.

پیتر کوک د عملیاتو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې تښتول شوي کسان په هغه ځای کې نه وو چې سپيشل فورس د هغوی د موندلو لپاره ورغلي وو.

په افغانستان کې د د افغان امریکايي پوهنتون یو امریکايي او یو اسټرالیایي کارکونکي یوه میاشت مخکې نا څرګندو کسانو له کابله وتښتول.