د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ نړیواله اداره وايي، ایران پر هغې موافقې عمل کړی چې تېر کال یې د نړۍ له شپږو لویو هېوادونو سره لاسلیک کړې وه.
دې ادارې په خپل راپور کې چې پرون پنجشنبې یې خپور کړ، په عین حال کې ویلي چې ایران د روتار ټیوب ماشین په جوړولو پیل کړی چې د یورانیمو په غني کولو کې پکارېږي.
ایران ته د دې ډول وسایلو د جوړولو اجازه ورکړل شوې خو یو لړ محدودیتونه لري.
په راپور کې یادونه شوې چې د روتار ټیوب په اړه نورې تخنیکي خبرې دوام لري.