ملګرو ملتونو په راتلونکو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۱۵۰ میلیونه ډالرو د اختصاص کېدو غوښتنه وکړه.
دا غوښتنه یا اپیل د ملګروملتونو د سرمنشي د بشري مرستو مسؤل سټېفن اوبرین په کابل کې په یوه خبري غونډه کې اعلان کړ.
ښاغلي اوبرین وویل چې افغانان له سختو کړاوونو سره مخامخ دی، په دغه هېواد کې د کورنیو بې ځایه شویو شمېر مخ پر زیاتېدو دی، د افغانستان پر روغتونو ډېر بیروبار دی او ډېر ماشومان ښوونځي ته د تګ امکانات نه لري.
د ملګروملتونو دغه چارواکي د افغانستان بشري وضعیت مخ په خرابېدو وباله، ویې ویل چې تر یو میلیون ډېر افغانان په خپل هېواد کې بې کوره شوي دي.
د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي په وینا ۳ میلیونه افغانان روغتیايي مرکزونو ته له سره نه ځي او دوه میلیونه او ۷ لکه نور له سو تغذي سره مخامخ دي.