په داسې حال کې چې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د وسلهوالو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه په دې ښار کې د مېشتو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د خوندیتوب په اړه اندېښنه لري.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالېستانو د ټولنې رئیس رحیم الله سمندر په جګړه کې له ښکیلو خواوو غوښتي چې د ژورنالېستان بې طرفۍ ته دې درناوی وکړي او د دوی خوندیتوب دې باوري کړي .
اجمل اند له رحیم الله سمندر سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې په ارزګان څومره خبریالان او د رسنیو کارکوونکي شته چې دوی یې د خوندیتوب په اړه اندېښنه لري ؟
Your browser doesn’t support HTML5