نایاب: ارزګان کې د بهرنیو ځواکونو بمبار کې ۱۸۱وسله وال وژل شوي

د ارزګان مرکز ترینکوت کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو له‎خوا په هوایې بمبار کې وسله‎والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب ازادي راډيو ته وویل، بهرنیو ځواکونو د افغان ځواکونو د هوایي ملاتړ له غوښتنې وروسته بمبار کړی او ۱۸۱ وسله وال یې وژل شوي او ۶۹ نور یې ټپیان کړي دي.

نوموړي وویل چې د وسله‎وال مخالفینو او افغان ځواکونو ترمنځ په جګړه کې ۱۱ امنیتي ځواکونه هم وژل شوي او ۱۷ ټپیان دي.

بل لور ته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال له مرکزه اضافي قوتونه ارزګان ته رسېدلي او په وینا یې چې وسله‎وال مخالفان به خپل هدف ته ونه رسېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د ارزګان د مرکز ترینکوټ ټولې سیمې د وسله‎والو مخالفینو له شتونه تصفیه شي.

د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې له تېرو دوو ورځو راهیسې جګړه روانه ده.

خو وسله‎والو طالبانو تراوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.