د ارمنستان صدراعظم هویک آبراهامیان Hovik Abrahamian د خپلې استعفی پریکړه اعلان کړه.
دا پریکړه داسې مهال شوې چې هغه هېواد له سخت اقتصادي رکود سره مخامخ دی او عامه ناکرارۍ په پرلهپسې ډول دوام لري.
ابراهامیان نن د ارمنستان د کابینې په غونډه کې ویلي چې هېواد یې نويو میتودونو او یوه نوي پیل ته اړتیا لري.
دی وایي، موږ باید د خپلې راتلونکې په اړه فکر وکړو او یو نوی حکومت جوړ کړو.
ابراهامیان دوه کاله وړاندې د هغه هېواد صدراعظم په توګه وګمارل وشو.
تېرکال دغه هېواد له سخت اقتصادي رکود سره مخامخ شو چې له کبله یې پر روسیې د مرستو او پانګونې اتکا ډېره شوه.
د ارمنستان رسنۍ وایي، ښایي د هغه هېواد د ګازو د توزیم د ملي شرکت پخوانی تکنوکرات مشر او د پلازمیني پخوانی ښاروال کارن کاراپیتیان Karen Karapetian, به د آبراهامیان ځای ناستی وي.