روغتیا وزارت: د کانګو وژونکي ناروغۍ ۶۶ پېښې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وایي چې د روان کال له پیل څخه تراوسه له دوی سره د کانګو وژونکي ناروغۍ ۶۶ پېښې ثبت شوي دي چې ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د دغه وزارت د پالیسۍ مرستیال احمد جان نعیم نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه وزارت دا مهال خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي څو د دغې ناروغۍ مخه ونیول شي.

د دغې ناروغۍ ویروس له حشراتو او حيواناتو انسانانو ته انتقالېږي.

د کانګو ناروغۍ مهمې نښې د سردرد، تبه، د ملا درد، د هډوکو درد، د زړه بدوالی، د سترګو سوروالی او د ستوني درد دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له ټولو افغانانو غوښتي چې د کانګو ناورغۍ د علایمو د لیدلو په صورت کې هر څومره ژر چې ممکن وي روغتون ته مراجعه وکړي.