د هلمند-کندهار لويه لاره له ماينونو پاکه شوه

د هلمند-کندهار لويه لاره له ماينونو پاکه شوه.د دغه ولایت والي حیات الله حیات رسنیو ته وویل چې د دغې لارې د خلاصون په عملياتو کې لسګونو وسله‎والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي حیات وویل چې د دغې لارې نه نېږدې یو نیم زر ماینونه خنثي شوي خو نوموړي وویل چې د ملکيانو پر مخ به د ترافیکو لار هم ډېر ژر پرانیستل شي.

د نهرسراج څخه تیریدونکي دغه لاره یوه میاشت وړاندې د وسله‎والو له‎خوا تړل شوې وه.