پاکستان د دوه امریکايي غر خښتونکو لټون بند کړی

پاکستان د دې هېواد شمال ختیځ کې د هغو دوه امریکايي غر خښتونکو لټون بند کړی چې ګمان کېږي د واورې د ښویېدو په پېښه کې وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، د قراقرم غره د اوګرې پر دوه څوکو یې هوايي پلټنه کړې خو د لادرکه شویو امریکایانو نښه نېښانه‌يې نه‌ده موندلې.

چارواکي وايي، د غره په دې څوکه‌يې د واورې د ښویېدو نښې موندلي دي.

کایل دمپستر او سکات اډمسون د اګسټ په ۲۱مه غر ختنه پيل کړې وه خو پرون د دواړو د وژل کېدو خبر خپور شو.

د قراقرم غره د اوګرې ۲ څوکو ته ختل د نړیوالو غر ختونکو لپاره تر ټولو ستونزمن چلېنج دی.

دغو دواړو امریکايي غر ختونکو تېر کال هم دې څوکې ته د رسېدو هڅه کړې وه خو د ۱۲۰ مترو له لوړوالي لاندې ولوېدل.

په دې پېښه کې دواړه غر ختونکي ژوندي پاتې شوي وو.