نېشنل انټرسټ: افغانستان د جګړو له بل خونړي فصل سره مخ دی

نېشنل انټرسټ:

نېشنل انټرسټ خپرونه په افغانستان کې د روانو جګړو په اړه په یوه مطلب کې لیکي:

افغانستان د جګړو له یوه بل خونړي فصل سره مخامخ دی. د کندز او لښکرګاه په ګډون د دې هېواد د ډېرو ښاري سیمو مرکزونه د طالبانو د لاس ته پریوتلو له ګواښ سره مخامخ دي.

خو د خپرونې په وینا امریکایي او د ناټو ځواکونه پردې خبرې ټینګار کوي چې د افغانستان حکومت تر اوسه توانېدلي چې ګڼ میشتې ښاري سیمې تر خپلې ولکې لاندې وساتي او طالبان د یوې لویې ساحې په نیولو او ساتلو نه‎دي بریالي شوي.

نېشنل انټرسټ خپرونې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړد ماموریت د ویاند جنرال چارلس کلېفلېنډ وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، موږ لیدلي چې طالبان د یوې مشخصې ساحې په نیولو کې پاتې راغلي.

تر هرڅه مهمه دا ده چې دوی نه‎دي توانېدلي چې یوه ښاري سیمه ونیسي او هغه د اوږدې مودې لپاره وساتي.

د هغه په وینا د جګړو د روان فصل لپاره د افغانستان د حکومت ستراتېژي پر همدې څرخېده چې د مهمو ګڼ مېشتو سیمو او مهمو تاسیساتو امنیت خوندي کړي.

خو د خپرونې په لیکنه د هرکال په تېرېدو سره سیمې یوپه بل پسې د افغان امنیتي ځواکونو له لاسه وځي او طالبان پرې واکمن کېږي.

نېشنل انټرسټ وړاندې لیکي:

په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت پر لېرې پرتو سیمو خپل کنټرول له لاسه ورکوي، امریکایي او د ناټو ځواکونه په لویدیځو هېوادونو کې خپلو خلکو ته داسې ښیي چې دغه پوځي ماموریت بریالی دی او یوه نښه یې هم دا ده چې د افغانستان حکومت تر اوسه پر لویو ښارونو، لښکرګاه، کندز، جلال اباد، کندهار، هرات او مزارشریف کنټرول لري.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې هم په افغانستان کې روانې جګړې ته پام اړولی او په یوه مطلب کې لیکي:

د امریکا د متحدو ایالتونو راتلونکی ولسمشر باید له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل ودروي او په دې هېواد کې د امریکایي ځواکونو د وړتیاوو پر زیاتوالي غور وکړي او که اړتیا وي نور سرتېري دې هېواد ته واستوي.

دا خبره د څلورو ستورو لرونکي متقاعد جنرال جان الن چې د ولسمشرۍ لپاره کاندیدې هیلري کلېنټن سره نېږدې اړیکې لري، کړې ده.

فارن پالیسي لیکي:

جان الن چې له ۲۰۱۱ نه تر۲۰۱۳ میلادي کال پورې یې په افغانستان کې د نړیوالو مرستندویه ځواکونو د قومندان په توګه دنده ترسره کړې، په جولای میاشت کې د ډموکراټ ګوند په کنګره کې په خپلې وینا سره له کلېنټن خپل ملاتړ څرګند کړ.

د خپرونې په لیکنه هغه په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د پیاوړي کېدو سپارښتنه په داسې حال کې کوي چې راتلونکې میاشت د افغانستان د جګړې د پیل ۱۵ کاله پوره کېږي.

د هغې جګړې چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده او نظر شمېرنې ښیي چې اکثره امریکایان په دې باور دی چې دغه جګړه په جنګېدو نه ارزي.