اپل شرکت نوی (ای فون) نندارې ته کېښود.
دا ټیلیفون د ډیجیټل کمرې نوی لینز لري.
(اووم ای فون او اووم پلس ای فون) پرون په سانفرانسسکو کې نندارې ته وړاندې شو.
دا ټیلیفون د اوبو او خاورو په وړاندې مقاومت لري او له غوږۍ پرته په بیسیم ډول هم پهکې غږ اورېدل کېږي او هم خبرې پرې کېدای شي.
د دې ټیلیفون کمره هم عادي عکس اخلي او هم دا وړتیا لري چې د ټیلیفوني مکالمې پر مهال عکس واخلي.