له پاکستانه تېره میاشت ۵ برابره زیات افغان کډوال ستانه شوي

افغانستان ته، له پاکستانه د اګسټ په میاشت کې د جولای د میاشتې په پرتله تر پنځه برابره زیات کډوال ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره یا «یو، اېن، اېچ، سي، ار» وایي چې اګسټ کې څه باندې اووه شپېته زره افغانان د پاکستان له بېلابېلو سیمو افغانستان ته کډه شوي دي او تر دې یوه میاشت مخکې دا شمېره څه کم ۱۳ زرو ته رسېده او تر هغې مخکې څه باندې ۱۲ سوه کسان افغانستان ته په یوه میاشت کې ستانه شوي وو.

په تېرو نهو کلونو کې یو کال هم دومره ډېر مهاجر له پاکستانه افغانستان ته بېرته نه‎دي کډه شوي.

یو، اېن، اېچ، سي، ار هر کډوال ته چې له پاکستانه، افغانستان ته ځي ۴۰۰ امریکایي ډالر ورکوي.