کابل کې امنیتي ځواکونه د احتمالي بریدونو خبرداری ورکوي

په کابل کې امنیتي ځواکونه د احتمالي ترورېستي بریدونو خبرداری ورکوي.

کابل ګارنېزیون وايي چې د استخباراتي معلوماتو له مخې د دولت ‎وسله‎وال مخالفین غواړي چې د شهید اوونۍ په ترڅ کې په کابل کې غونډې په نښه کړي.

د ګارنېزیون قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي پرون په کابل کې خبري غونډې ته وویل:

"کوم کسان چې زموږ شهیدانو ته نېږدې دي د کتارونو له جوړېدو او د ګاډو له کتارونو دې ډډه وکړي. د وسله‎والو او ګډوډو خلکو تګ راتګ ته یو مخ اجازه نه‌شته."

سر له ننه په افغانستان کې د شهید اوونۍ لمانځل کېږي.

۱۵ کاله مخکې په دې ورځ قوماندان احمد شاه مسعود په تخار کې د یوې چاودنې پر مهال ووژل شو.