د کندهار - هرات پر لویه لار د ميوند ولسوالۍ د خاک چوپان په سیمه کې د ۳۰۳ بس او سراچه ډوله موټر تر منځ ټکر شوی چې له امله یې په سراچه کې لس تنه وژل شوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک ازادي راډيو ته وويل چې په وژل شویو کسانو کې د یوې مېرمنې او درېیو نارینه وو په ګډون ۶ تنه کوچنیان شامل دي.
بس په غزني پیما ترانسپورټي شرکت پوري تړاو لري.
د يادوني وړ ده چې د تېري يکشنبې په ورځ د کندهار کابل پر لويه لار د زابل په مربوطاتو کې د يوه ۳۰۳ بس او ټېلر ترمنځ د ټګر په پېښه کي ۳۶کسان مړه او ۲۵نور ټپيان شوي و.